ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له ۹۰۰ زیات افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې ايران کې مېشت ۸۴۱ افغان کډوال د غبرګولي پر ۳۱ مه او د چنګاښ پر لومړۍ نېټه د نیمروز ولایت ابریشم له لارې پخپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.

د نیمروز ولایت د ابریشم بندر د سرحدي امر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۲۲۴ کسان یې اړمن پېژندل شوي او د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شوي.

د یاد وزارت په وینا؛ ۱۱۰ نور افغان کډوال د غبرګولي پر ۳۱ مه او د چنګاښ پر لومړۍ نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شوي.

د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۲۰ کورنۍ، چې ۱۱۰ کسان کیږي په جبري توګه د تورخم فرصي کرښې له لارې له پاکستان څخه راستنې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوي دي.