ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تاجیکستان کې اسلامي حجاب منع شو

تاجیکستان هغه اسلامي هېواد دی، چې په دې وروستیو کې د اسلامي ارزښتونو خلاف قوانین پکې تصویبېږي.

د تاجیکستان علیا مجلس هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د حجاب اغوستل او د ماشومانو لخوا اختر نمانځلو باندې بندیز لګول شوی.

دې لایحه کې اسلامي حجاب د تاجیکستاني کلتور خلاف بلل شوی او د اسلامي جامو واردات، اعلانات او پېر او پلور هم منع شوی.

د دې لایحې د تصویب پر اساس کومې مېرمنې چې له دې قانونو څخه سرغړونه وکړي نغدي جریمه کېږي.

ورته مهال د تاجیکستان دغه پرېکړې د اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان له غبرګون سره مخ شوې.

د هېواد یو شمېر علماوو او د پوهنتونونو استادانو د تاجیکستان یاد ګام د اسلامي ارزښتونو خلاف بللی او د دې هېواد له علماوو یې غوښتي چې د دا ډول قوانینو پر ضد غږ پورته کړي.