ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا خیرالله خیرخواه: د پکتیا سیاحتي سیمو کې سیلانیانو ته هر اړخیزې اسانتیاوې برابروو

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له تاریخي او کلتوري سیمو څخه لیدنه کړې.

ښاغلي خیرخواه د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق اخندزاده، د پکتیا والي ملا مهرالله حماد او نورو ځايي چارواکو په ملتیا د اریوب ولسوالۍ سپینې شګې څخه د پارک ساتنې په موخه، د فرضي کرښې اغزن سیم، د احمدخیلو، میرزکې، سیدکرم او احمداباد ولسوالیو تاریخي، کلتوري او سیاحتي سیمو تر څنګ د ګردیز بالاحصار او شابوالحسن خرقاني زیارت څخه لیدنه کړې ده.

نوموړي خبریالانو ته ویلي، چې د پکتیا ټولو سیاحتي، تاریخي او تفریحي سیمو کې به د سیلانیانو لپاره هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي.

د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په وینا؛ د ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې پارک کې د یو هوټل چارې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه‌راز ډاډ یې ورکړی، چې د دې سیمې د لا ساتنې او ښکلا لپاره د وزارتونو، خصوصي شرکتونو او اړوند ادارو سره په همغږي هڅه کوي، تر څو چارې یې ژر تر ژره پیل او دغه سیمه د هېوادوالو تفریح لپاره په ځانګړي ځای بدله شي.

ملا خیرالله خیرخواه د ګردیز بالاحصار په تړاو ویلي، چې د بیارغونې چارې یې موسساتو ته سپاري تر څو د نړیدو ګواښ یې په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.

د دې تر څنګ ښاغلي وزیر د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه هم لیدنه کړې او د دوی کړنې یې ستایلې دي.