ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اداري کمېسيون غونډه؛ د جمهوريت روغتون د اصلاحاتو طرحې پر پلي کولو خبرې شوې

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري او د دې کمېسیون د غړو په ګډون د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اداري کمیسیون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت د پرچون خريداريو لپاره له وړاندې د اداينې پر څرنګوالي، د جمهوريت روغتون د اصلاحاتو طرحې پر تطبيق، د ملي بس مسافر وړونکي شرکت پر فعاليت، د تخنيکي مطالعاتو ادارې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو، عامې روغتيا او کار، ټولنيزو چارو وزارتونو پر اړوند او اجنډا کې شاملو نورو موضوعاتو بحث او په هر اړخيز ډول وارزول شول او د پورتنيو موضوعاتو اړوند لازمې پرېکړې وشوې.

د اداري کمسیون د غونډې په پای کې يوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، ترڅو په اجنډا کې ځينې شامل موضوعات په هر اړخيز ډول وارزوي او پايله يې د لا زيات او دقيق وضاحت په موخه راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.