ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ګڼ شمېر افغانان له نړیوالې ټولنې غواړي چې غزه کې نسل‌وژنه پای ته ورسوي

که څه هم د فلسطین په غزه تړانګه کې د اسرائیلي اشغالګرو له لوري د ځمکنیو او هوايي بریدونو نهه میاشتي پوره کیږي، خو لا هم په شدت سره جګړه دوام لري.

ګڼ شمېر افغانان پر غزه تړانګه د صهیونیستې رژیم د جګړې پر دوام خواشيني څرګندوي او له نړیوالي ټولني غواړي، تر څو دې بشري جنایت ته د پای ټکی کېږدي.

دوی ټینګار کوي، چې نړیواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو سازمان د منشور له مخې عمل وکړي.

که څه هم د افغانستان اسلامي امارت په ګډون زیات شمېر هېوادونو، حقوقي او حقیقي شخصیتونو پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې فلسطین کې دې د اسرائیلي یرغلګرو مخه ونیسي، خو لا هم د فلسطینیانو پر وړاندې وحشت، زور زیاتي او بریدونه دوام لري او صهیونیستي رژیم خپلو بشر ضد کړنو ته دوام ورکړی.

د ملګرو ملتونو د منشور لومړۍ مادې په لومړۍ فقره کې راغلي: “د ملګرو ملتونو موخې او اصول په لاندې ډول دي: ۱- د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت په موخه د ټولو ګډو اغېزناکو اقداماتو په کار اچول، چې له دې لارې د ګواښونو، تېریو، یرغلونو او نورو سوله ماتوونکو کړنو مخه ونیول شي او همدا راز د عدالت پر بنسټ له نړیوالو قوانینو سره سم په سوله‌ییز ډول د خبرو اترو له لارې د هغو نړیوالو شخړو او پېښو مخه ونیول شي، چې ښايي نړیواله سوله زیانمنه کړي.”

ورته مهال سیاسي شنونکي وایي، چې نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان باید د دغې جګړې مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې؛ غزه کې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۷ زره او شپږ سوه فلسطینیان شهیدان او څه باندي ۸۶ زره نور ټپیان شوي دي.