د عامې روغتیا وزير مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شېنګ سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، د هغه روغتیايي مرکزونو هر اړخیز ملاتړ چې د یاد هېواد له لوري جوړ شوي، په روغتیايي برخه کې د پانګې اچونې او د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه خبرې شوي.
د عامې روغتیا وزیر د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړینې بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه یې کړې.
نوموړي ویلي، چې په دې همکارۍ سره به د دواړو هېوادونو د روغتیا په برخه کې همکاري او همغږي لا پراخه او غښتلې شي.