ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیې او اوکراین ۱۸۰ جنګي اسیران تبادله کړي

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې مسکو او کییف ۱۸۰ جنګي اسیران تبادله کړي.

د راپورونو پر اساس په دې اسیرانو کې ۹۰ د روسیې او ۹۰ نور د اوکراین دي، چې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب تبادله شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: “۹۰ روسي اسیران چې د مرګ له ګواښ سره مخ و، د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو د ۹۰ اسیرانو په بدل کې ازاد او دې هېواد ته را وګرځول شول.”

د یاد راپور پر اساس ازاد شوي روسي بندیان د معیاناتو په موخه مسکو ته لېږدول شوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي هم د خپلو ۹۰ بندیانو ازادېدل تایید کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې روسیې او اوکراین تر اوسه د رسمي بندیانو شمېر نه دی رسنیز کړی، خو څو ځله یې خپل منځ کې جنګي اسیران تبادله کړي دي.

په وروستي ځل د تېرې میلادي میاشتې په ۳۱مه نېټه دواړو لوریو ۷۵ اسیران تبادله کړي وو.