ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د پهلوانۍ ملي فدارسیون استازولۍ له لوري د یاد ریاست په دوه زره او ۵۰۰ کسيز جمنازیوم کې د کابل ښار له پینځو زونونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو ته د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د یاد ریاست ورزشي مشاور او د پهلوانۍ فدراسیون رییس قاري حیات الله رحماني، ، د ورزش ادارې مسولین، ورزشکاران او زیات شمېر مینه‌وال راغلي وو.

دغه سیالۍ په ۱۰ کټګوریو کې د المپیک نړیوالې ورځې او د لوی اختر د نماځنې په موخه ترسره شوې.