ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځل شوه       

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د کورنیو او بهرنیو اداراتو استازو، د عامې روغتیا وزارت رییسانو او د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت استازو په شتون کې ونمانځل شوه.

د نمانځنې په دې مراسمو کې مسولینو په ګډه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او همغږۍ ژمنتیا څرګنده کړې.

 د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د روږدو د درملنې په خاطر د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ځانګړو شویو ۶۱ فعالو روغتیايي مرکزونو اړوند معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي، په تیرو دوه کالو کې د نږدې ۵۵ زره تنه معتادینو درملنه په یادو روغتونونو کې شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ په یادو درملنه شویو اشخاصو کې کوچنیان، نوي ځوانان، لویان او ښځینه شامل دي، چې لا هم زرګونه یې تر درملنې لاندې دي.

 ښاغلي حقاني د معتادینو د درملنې اړوند د نړیوالو ادارو همکاري اړینه بللې او د نړیوالو ادارو او بنسټونو یې د مرستې غوښتنه کړې.

د نوموړي په وینا، هېواد کې د معتادینو د درملنې ملي پرګرامونو په همکارۍ سږ کال نږدې ۸۰۰ زره هېوادوالو ته د نشه يي توکو څخه د ځان ساتنې اړوند معلومات رسول شوي دي.