د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر کابل کې د پاکستان له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني او مل پلاوي سره لیدلي.
په دې لیدنه کې ښاغلي نظاماني ویلي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا ته زمینه برابره شوې او په دې برخه کې پاکستان همکارۍ ته چمتو دی.
ښاغلي نظاماني زیاته کړې؛ پاکستاني چارواکو تل له اسلامي امارت سره پر تعامل، د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو او د بشري مرستو د ډېرېدو په اړه له نړۍ سره خپل مثبت نظر شریک کړی دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر ویلي، چې افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره ښې او پر نېک نیت ولاړې اړیکي غواړي.
مولوي عبدالکبیر د پاکستان له شارژدافیر غوښتي، چې د سیمهییز ترانزیټ او په یو شمېر نورو اقتصادي برخو کې هم دواړه لوري خپلې اړیکې لا پراخې کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل، د وېزو ورکړې، یاد هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل، تورخم او سپين بولدک کې د تګ راتګ په برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له ټولو ګاونډیانو سره ښې او پر نېک نیت ولاړې اړیکې غواړي
