د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه په افغانستان کې د ناروې سفارت له شارژدافیر پاول کلومن بکن سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا خیرالله خیرخواه ویلي، خبرې اترې او پریکړې د ستونزو او ننګونو بنسټیزه حللاره ده.
نوموړي زياته کړې، اسلامي امارت غواړي له نړۍ سره دوه اړخيزې اړيکې ټينګې او لا پراخې کړي.
د ناروې سفارت شارژدافیر پاول کلومن بکن د دوحې د راتلونکې درېیمې ناستې په اړه ملا خیرالله خیرخواه ته معلومات ورکړي او دغه ناسته یې د افغانستان لپاره مهمه بللې ده.