ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د المپیک نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست له لوري د افغانستان د المپیک ملي کمېټې په انګړ کې د یو لړ شاندارو ورزشي نمایشونو په ترڅ کې د المپیک نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

د نمانځغونډې په دغو مراسمو کې د افغانستان المپيک ملي کميټې لومړي مرستیال باور خان هوتک، د بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک ملي کميټې اجراییه ريیس داد محمد پاینده اختري، د فوټبال ملي فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر، ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، حقوقي مشاور سید رسول افغاني، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس اتل مشواڼي، د فدراسیونونو رییسانو، د رسنیو استازو او ګڼو ورزش کارانو ګډون کړی و.

د غونډې په لومړي سر کې د هېواد د المپیک ملي کميټې لومړي مرستیال باور خان هوتک د المپیک نړیوالې ورځې د مبارکې ترڅنګ د افغانستان د ورزش اوسني وضعیت ته په اشارې وویل، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان ورزش مخ پر ودې روان دی او په هره برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.

ښاغلي هوتک همداراز د المپیک له نړیوالې کمېټې وغوښتل، چې د افغانستان له ورزش او ورزش کارانو سره دې هر اړخیزه مرسته وکړي او د دوی ملاتړ دې وکړي.

ورپسې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ وویل؛ سږ کال د المپیک نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځو چې ورزش مو له بل هر وخت څخه په ډېرې چټکۍ سره مخ پر ودې روان دی، چې د کرېکټ ملي لوبډلې وروستۍ بریاوې او همداراز د فوټسال نړیوال جام ته د افغان لوبډلې لارموندنه یې ښې بېلګې دي.

احمد جان ځدراڼ زیاته کړه؛ موږ هيڅکله ورزش له سیاست سره نه تړو او تل مو د المپیک نړیوالې کمېټې منشور په پام کې نیولی دی.

 د نوموړي په وینا، چې د المپیک نړیواله کمېټه دې له افغانستان سره دوامداره اړیکې ټینګې کړي او د افغانستان د ورزش او ورزش کارانو ملاتړ دې وکړي.

همداراز په دغې غونډه کې د فوټبال ملي فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر هم د دغې نړوالې ورځې د مبارکې ترڅنګ د افغانستان د ورزش وروستیو لاسته لاسته راوړنو ته په اشارې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست څخه مننه وکړه، چې د هېواد ګوټ ګوټ ته یې ورزش رسولی دی.

ښاغلي کارګر زیاته کړه؛ موږ په هره ورزشي برخه کې د خپلو ورزش کارانو په وړتیاوو باور لرو، چې په کمو امکاناتو او سختو اقتصادي شرایطو کې د افغانستان لپاره ویاړونه راوړي.

 ښاغلي کارګر همداراز د المپیک له نړیوالې کمېټې وغوښتل، چې د افغانستان ورزش ته دې ځانګړی پام وکړي او په هره برخه کې دې د دوی د ورزش کارانو لاسنیوی وکړي.

د نمانځغونډې په پای کې د ګڼو المپیکي سیالیو پخوانیو مخکښو ورزش کارانو او استادانو په خپله برخه کې زړه راښکونې نندارې ترسره کړې او دغه ورځ یې په خوښي سره ونمانځله.