ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ په ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان سفر پای ته ورسېد

نن سهار افغان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې په یوې مهمې سیالۍ کې له سویلي افریقا څخه ماته وخوړه او په روان نړیوال جام کې یې سفر پای ته ورسېده.

په سږني شل اوریز نړيوال جام کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په C ګروپ کې له نیوزیلاینډ، پي این جي، یوګانډا او ویسټ انډیز سره ولوبیده.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۱۵مه نېټه (سه شنبه) په خپله لومړۍ لوبه کې د یوګانډا ملي لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

ملي لوبډلې ورپسې په خپله دویمه لوبه کې نیوزیلاینډ لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

همداراز یادې لوبډلې د دې سیالیو په دوام (جمعه، د غبرګولي ۲۵مه) پخپله درېیمه لوبه کې پي‌اېن‌جې ته په ۷ ویکټو ماته ورکړې وه او د دې سیالیو د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته یې لاره وموندله.

د همدې نړیوال جام ۸ غوره لوبډلو پړاو کې افغان لوبډله وتوانیدله چې اسټرالیا ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړي او تاریخي بریا پخپل نوم کړي.

افغان لوبډلې د نړیوال جام ۸ غوره لوبډلو پړاو کې د خپلو سیالیو په دوام (سه‌شنبه، د چنګاښ ۵مه) په یوه سخته او جذابه سیالۍ کې بنګله‌دېش ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې د ۲۰۲۴ کرېکټ نړیوال جام سیالیو نیمه‌پایلوبې ته لاره ومونده.

بالاخره ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبه کې نن سهار له سویلي افریقا څخه ماته وخوړه او نړیوال جام کې یې سفر پای ته ورسېده.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي؛ په ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې هغه ډول پایله چې ښايي موږ ټولو يې هیله لرله، تر لاسه نشوه، خو دغه بریالی ګډون او نه هېرېدونکی سفر هغه خوږه تجربه ده چې تل به یې د افغان لوبډلې مینه‌وال په یاد ساتي او خوږې خاطرې به یې بیانوي.

د نننۍ لوبې وروسته افغان لوبډلمشر راشد خان وویل؛ نیمه پایلوبه هغه ډول ترسره نشوه چې دوی غوښتل، خو له ټولو هېوادوالو او هغه مینه‌والو یې مننه وکړه چې دوی یې تل هڅولي دي.

احسان الله عادل