ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران ولسمشریزې ټاکنې په رسمي ډول پیل شوې

ایران کې ولسمشریزې ټاکنې نن سهار (جمعه، د چنګاښ پر ۸مه) پیل شوې.

د ایران د ۱۴م دور ولسمشریزې ټاکنې لومړی نیوزلینډ کې د ایران په سفارت کې په رسمي ډول پیل شوې، چې څلور نوماندان به سیالي پکې کوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس؛ نیوزلینډ کې د ایران د سفارت په شمول د دې هېواد په دوو نورو ښارونو کې هم د رای‌اچونې صندوقونه اېښودل شوي دي.

له هېواده بهر ایراني اتباع د معتبر پاسپورټ په درلودلو سره د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکولای شي.

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په ۱۴مه دوره کې څلور نوماندان مسعود پزشکیان، مصطفی پورمحمدي، سعید جلیلي او محمد باقر قالي‌باف سیالي سره کوي.

په دې ټاکنو کې به ۶۱ میلیونه، ۴۵۲ زره او ۳۲۱ په شرایطو برابر ایرانیان برخه واخلي.

د ایران له وخت مخکې دا ټاکنې د مې میاشتې په ۱۹مه په یوه هوايي پېښه کې د ولسمشر ابراهیم رییسي له مړینې وروسته ترسره کېږي.