ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: مسولین او اړوندې ادارې دې له ولس سره په اړیکو کې لا نیږدې والی راولي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت له یو شمېر مسولینو او د هېواد د بېلابېلو سیمو قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.

په دې ليدنه کې د کلیو او پراختیا وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستیال ملا عبدالرزاق اخوند، د غور والي مولوی دین دوست، د لوګر د علماوو شورا رییس شیخ اسماعیل، د لوګر امنیه قومندان محمد دین شاه محبت او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي انعام الله سمنګاني ترڅنګ، یو شمېر نورو قومي مشرانو او علماوو هم شتون درلود.

 په پيل کې یادو قومي مشرانو او علماؤ له اسلامي امارت سره د خپلې هر اړخيزې همکارۍ ډاډ څرګند کړی او ویلي يي دي، خلک د مجاهدینو له چلند او په هېواد کې د سرتاسري امنیت له ټینګښت څخه خوښ دي. دوی په بېلابېلو سيمو کې د پراختیايي پروژو پر پلي کولو او اسلامي احکامو پر تطبیق هم ټینګار کړی.

دغه راز د امارتي ادارو اړوند یو شمېر مسولینو هم د خپلو فعالیتونو په اړه د‌ رياست الوزرا سیاسي مرستیال ته د‌‌ معلوماتو ورکولو پر مهال له خپله اړخه د‌‌ افغانستان ټولو ولسونو ته د لا ښه خدمت ډاډ ورکړی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له یادو مسولینو څخه د‌ مننې ترڅنګ دوی خپلو چارو او ورسپارل شویو مسولیتونو‌ متوجه کړي دي.

 مولوي عبدالکبير څرګنده کړې، اسلامي امارت د خلکو له منځه را پورته شوی او اړتیا ده چې ټولې ادارې له ولسونو سره له نېږدې اړیکې ولري او د هغوی غوښتنو او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.