ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهر ته د درملنې په موخه د هېوادوالو د تګ کچې کمښت لپاره باید معاري روغتیايي سکتور رامنځته شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د عامې روغتیا له سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدلي.

لیدنه کې د چارو د لا ښه والي د مرکز او ولایونو ترمنځ د همغږي پر پیاوړتیا، د روغتیايي خدماتو پر معیاري کولو او نورو موضوعاتو د‌ هر اړخيز بحث سربېره د عامې روغتیا سرپرست وزير ډاکتر قلندر عباد هم خپل کاري راپور وړاندې کړ.

نوموړي په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د څرنګوالي په اړه د ریاست الوزرا مرستیالانو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې په هېواد کې د روغتیايي چوپړتیاوو معیاري کولو په موخه ګڼ ګامونه اخیستل شوي او لاهم دوام لري.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي، چې په دولتي روغتونونو کې د معیاري درملنې لپاره یو شمېر روغتیايي نوې جوړې شوې برخې هم پرانیستل شوي چې ورسره د دې برخې په چوپړتیاوو کې هم مثبت بدلونونه راغلي دي.

ښاغلي قلندر عباد څرګنده کړه، چې له شخصي روغتونونو څخه دوامدار څار روان دی او هېواد ته د بې کیفیته درملو د واردولو د مخنیوي په موخه هم کارونه ترسره شوي دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، په هېواد کې د معیاري روغتیايي سکټور رامنځته کول لویه اړتیا ده، څو بهر ته د درملنې په موخه د هېوادوالو د تګ په کچه کې کمښت راشي.

نوموړي زیاته کړې، چې د روغتیا په برخه کې پانګونې ته اړتیا شته چې زمینه ورته برابره شوې ده.

لیدنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د حکومتي روغتونونو حالت ته په اشارې ویلي؛ روان کال به دې برخې ته د ځانګړې شوې بودیجې پر مټ په حکومتي روغتونونو کې بنسټيز کارونه وشي.

د نوموړي په خبره ،په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو او ادارو د مرستو راجلبولو لړۍ ته دې د روغتیا وزارت لاډېر پام وکړي.

د يادې کتنې په پای کې د روغتیا وزارت د چارو د لا سمون په موخه د رياست الوزرا مرستیالانو په بېلابېلو برخو کې د روغتیا سرپرست وزير ته لازمې سپارښتنې وکړې.