ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزارت: هېواد کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو هر ډول غېرقانوني ایستنې مخه نیول شوې 

افغانستان د کاني زیرمو له پلوه په سیمه کې غني هېواد او په سلګونه ډوله د قیمتي او نیمه قیمي ډبرو کانونو لري ، خو د تېرو جګړو له امله دغه کانونه په غېرقانوني ډول ایستل کېدل.

د کانونو اوپټرولیم وزارت وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره يې د کانونو د غیرقانونې کېدنې مخه نیولې او په قانوني ډول کېدنې لپاره يې کورنیو شرکتونو ته سلګونه کاري جوازونه ویشلي دي.

د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو ټولنه وايي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د کانونو ویستنې او دواطلبۍ کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوي او د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

یو شمېرهغه سوداګر چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کاروبار کوي وايي، حکومت ورته د کانونو د ایستنې لپاره جوازونه ورکړي او د صادراتو په برخه کې ورته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د معلوماتو له مخې افغانستان د ۳ بیلیونو ډالرو په ارزښت کانونه لري، په ټوله کې تحلیل دا دی که دغه کانونه په قانونې او مسلکي توګه وکېندل شي، نو میلیاردونه ډالر عواید به ترې ترلاسه شي. 

سید زاهد هاشمي