ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبيح الله مجاهد: د دوحې په درېيمه غونډه کې د اسلامي امارت ګډون له ټولو جهتونو سره د تعامل په مانا دی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر‌مهال ویلي، چې د جون په ۳۰ او د جولای په لومړۍ نېټه به د قطر هېواد په پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو په ابتکار جوړېدونکې درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، په دې ناسته کې د اسلامي امارت ګډون هېڅ لوري سره د دښمنۍ په مانا نه بلکې د تعامل په مانا دی، چې باید ګټه ترې واخیستل شي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: “موږ دوحې ته د تفاهم او ستونزو د حل په موخه روان یو او ټول اړوند هیوادونه له افغانستان سره د ښه تعامل دريځ ته را بولو.”

د اسلامي امارت ویاند دغه راز ویلي: “د هېواد ملي ګټو ته په کتو له ټولو هېوادونو غواړو، چې د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې یوازې پرې‌نږدي او په هغو مواردو کې چې د افغانانو حق دی باید خپل مکلفیت تر سره کړي. دغه‌راز د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلي او خنډونه لرې کړي.”

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لارښوونې سره سم به د مولوي ذبیح‌الله مجاهد په مشري د اسلامي امارت پلاوی د دوحې په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي.