د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۵۹۵ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
یادې ادارې زیاته کړې؛ ثبت شوي ارقام ښايي، چې د روان کال په غبرګولي میاشت کې د ۲۴ ښځینهوو په ګډون یو زر او ۴۹۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د اته ښځینهوو په ګډون، یو زر او ۱۰۵ نور له هېواده وتلي دي.
له بل لوري، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې یو زر او ۴۳۸ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۵۲ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۱۸۸بهرني وګړي د سیاحت په موخه او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.
د یادې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور ولایت، تورخم، حیرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي.
د يادولو ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم پر غاړه لري.