ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

څه باندې دوه زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي؛ یو زر او ۳۲۲ تنه افغان کډوال د چنګاښ پر اومه او اتمه د سپین بولدک او تورخم له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۱۵۵ کورنۍ، چې ۸۰۳ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او هلته د کډوالۍ له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوې دي.

همداراز د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۱۰۰ کورنۍ، چې ۵۲۹ تنه کیږي په جبري توګه د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې له پاکستان څخه راستنې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوي دي.

د یاد وزارت زیاته کړې؛ چې له ایران څخه ۹۶۴ تنه افغان کډوال د چنګاښ پر اتمه نېټه د نیمروز ولایت د ابریشم له لارې پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شوي.

د نیمروز ولایت د ابریشم بندر د سرحدي امر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۳۹۶ تنه یې اړمن پېژندل شوي او د مرستو په موخه د کډ‌والۍ نړیوال سازمان دفتر ته ور پېژندل شوي دي، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړي.

دغه راز له ټولو کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم شوې.