د ایران د ټاکنو بنسټ اعلان کړی، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو تر منځ یې یوه هم له نیمايي ډېرې (۵۰+۱) رایې نه دي ترلاسه کړې او له همدې امله به د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ بیا ټاکنې کېږي.
په دې ټاکنو کې مسعود پزشکیان د ۱۰ میلیونه، ۴۱۵ زره او ۹۹۱ او سعید جلیلي بیا د ۹ میلیونه، ۴۷۳ زره او ۲۹۸ رایو په ګټلو سره له نورو مخکښ ګڼل شوي او ټاکل شوې، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د چنګاښ پر ۱۵مه به د دوی تر منځ بیا ځلې سیالي وشي.
دوو نورو نوماندانو محمد باقر قاليباف ۳ میلیونه، ۳۸۳ زره او ۳۴۰ او مصطفی پور محمدي بیا ۲۰۶ زره او ۳۹۷ رایې ګټلې دي.
ویل کېږي، چې په دې ټاکنو کې نږدې ۴۰ سلنه خلکو ګډون کړی، چې د ایران په تاریخ کې د خلکو تر ټولو کم شمېر ښودل کېږي او د یاد هېواد ۱۴م دور ټاکنې به په دویم پړاو کې بیا ځلې ترسره شي.
د ایران ولسمشریزې ټاکنې باید په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې شوې وای، خو د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې غورځېدو او مړینې له امله له وخت وړاندې پلان او پیل شوې دي.