ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزارت: تېر کال په استقلال ملي او تخصصي روغتون کې څه باندې ۱۸ زره جراحي عملیات شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، د دې وزارت اړوند په استقلال ملي او تخصصي روغتون کې په تېر یو کال کې ۱۸ زره او ۴۷  جراحي عملیاتونه ترسره شوي.

یاد جراحي عملیاتونه د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې په بریالۍ توګه ترسره شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، په یاد روغتون کې همداراز ۱۸۶ زره او ۵۸۱ ناروغانو ته سراپا (OPD) او ۲۹ زره او ۲۷۲ تنو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.