د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې له اجنډا سره سم پر ۲۴ پروژو له مفصل بحث وروسته د ۹ پروژو قراردادونه منظور، د ۲ پروژو قراردادونه لغوه او د پاتې نورو پروژو په اړه ګډو کمېټو ته دنده سپارل شوې، چې تخنیکي ارزونه یې وکړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې سره شریک کړي.
په یادو پروژو کې د کانونو او پټرولیم وزارت، لوړو زدهکړو وزارت، ټولګټو وزارت، پوهنې وزارت، افغان ملي بانک، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ بېلابېلې پروژې شاملې دي، چې ټولیز ارزښت یې سلګونو میلیونو افغانیو ته رسېږي.
د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۹ پروژو قراردادونه منظور کړي
