ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: کابل ښار کې څه‌باندې ۱۲ زره کسانو ته زېږون کارتونه وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په غبرګولي میاشت کې یوازې په کابل ښار کې ۱۲ زره او ۱۹۳ کسانو ته زېږون کارتونه وېشلي دي.

یاده اداره زیاتوي؛ په کابل ښار کې تېره میاشت څلور زره او ۹۱ هېوادوالو ته د نوې او مثنی پېژندپاڼې د وېش او کاغذي پېژندپاڼو د لغوه کولو، پينځه زره او ۸۳۲ تنو ته د کاغذي پېژندپاڼې د تایید خدمتونه او دوه زره او ۲۹۱ نورو کسانو ته د پېژندپاڼو اړوند غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.

همدارنګه د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په غبرګولي میاشت کې اته زره او ۷۰ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو د راوستو خدمتونه وړاندې کړي او د دې ترڅنګ د خدماتي څانګو له لارې ۳۰۷ نورو کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشل شوې دي.

د يادولو ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش؛ د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري او په يادو برخو کې هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.