ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ پرمختګ څانګه: د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د لوبغالو بیارغونې چارې بشپړې شوي

د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د لوبغالو، روزنځایونو او ودانیو د رغونې او بیارغونې چارې روانې دي چې ځیني پکې په بشپړه توګه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

یادې چارې چې د افغانستان کرېکټ بورډ د انجنیرۍ څانګې له لوري ترسره کیږي پکې د هلمند، غزني، کندهار، خوست، لغمان، کابل، ننګرهار او کندوز ولایتونو پر لوبغالو او روزنځایونو (اکاډمۍ) باندې د رغونې او بیارغونې چارې پیل شوي چې د ځینو کارونه پکې په بشپړ ډول پای ته رسېدلي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له لخوا د هلمند کرېکټ لوبغالی او اکاډمي له سره ورغول شوه، چې پکې لوبغالی له سره لېول، پویلین په مکمل ډول رغېدل، د برېښنا سیسټم رغول، د چمن اوبه کولو لپاره دویمه څاه کیندل او د لوبغالي په خوا کې د نوي اکاډمۍ جوړولو چارې په بریالي ډول سرته رسېدلې.

همدا راز د یاد ولایت پخوانۍ اکاډمي بیرته ورغول شوه. په یاده اکاډمۍ کې، نوي ویشتنځایونه او جالونه جوړ او نصب کړل شو.

همدا شان د اکاډمۍ لیول کاري، د دویمې څاه کیندل، د برېښنا سیستم جوړول، د لوبغاړو لپاره د لباسونو د تبدیلولو اطاقونه جوړ او اکاډمۍ د احاطوي دېوال پنجرې جوړې او دغه اکاډمي په بشپړ ډول له سره جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کندهار ولایت د کرېکټ لوبغالي او میلمستون د بیارغونې چارې بشپړې شوې. په یاد لوبغالي کې د لوبډلو لپاره ډګ اوټ ( د لوبغاړو د ناستي) ځایونه، کمنټري بکس، د لوبغالي او پویلین تعمیر لپاره د لمریزې برېښنا سیستم فعال او د لوبغالي لېول کاري له سره ترسره شوه.

باید وویل شي چې د یاد ولایت د مېلمستون د تشنابونو، کانالازسیون سیستم، د تعمیر د برېښنا، دروازو او کړکیو د بیارغونې کارونه بشپړ شوي دي.

د غزني د کرېکټ اکاډمي چې د بیارغونې چارې یې د ۲۰۲۳م کال په اخیرو کې پیل شوي وې د روان کال په پیل کې پای ته ورسېدې.

د دغې اکاډمۍ لپاره نوي خاورین، چپسي او چمني ویشتنځایونه جوړ او تر څنګ یې د اکاډمۍ د لیول کارۍ او چمن زرغونولو کارونه هم ترسره شوه. په ورته وخت کې د یادې اکاډمۍ لپاره د دفتر تعمیر، د اوبو او لمریزې برېښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.

د خوست ولایت د کرېکټ مېلمستون د رغونې چارې د ۲۰۲۳م کال په وروستیو کې پیل شوې چې اوسمهال یې ۹۰سلنه کارونه بشپړ او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاد مېلمستون چې په عصري ډول رغول کیږي، ۱۵ د اوسېدو اطاقونه، تشنابونه، پخلنځی او د اړتیا وړ ورته نوري اسانتاوي لري.

د ویلو ده چې د خوست کرېکټ اکاډمۍ لپاره د دفتر جوړولو، د لوبغاړو د لباس بدلولو اطاقونه، تشنابونه او د احاطوي دیوال چارې بشپړې او په پوره ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

همدا شان د خوست کرېکټ لوبغالي خاوره په بشپړ ډول تبدیل او نوی چمن او ویشتنځایونه پکې له سره جوړ کړل شوه.

دغه راز د لغمان ولایت په کرېکټ لوبغالي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې.

د لغمان په کرېکټ لوبغالي کې له سره لیول کاري وشوه او چمن یې زرغون کړل شو. یاد لوبغالي ته د اوبو او لمریزې برېښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په ننګرهار ولایت کې د نجیب الله تره کي کرېکټ لوبغالی چې د رغوني او بیارغونې چارې پکې له وړاندې پیل شوي وې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد لوبغالي چارچاپیر پیادرو په کانګریټي بڼه ورغول شو او د لوبغالي د ماشینرۍ او لوازمو لپاره ګدام جوړ کړل شو. همدا ډول لوبغالی او د لوبغالي د احاطې دننه ټولې ساحې لېول کاري شوې او په پوره ډول سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کابل کرېکټ لوبغالی چې د بیارغونې په موخه پکې یو لړ کارونه پیل شوي وه بشپړ او د قوشتپې جام وړاندې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد لوبغالي لپاره د کمنټري بکس خونه جوړه، د کیمرو سټنډونه (پایې\پښې) او د لوبغالي چارچاپیره ویاله له فلزي سرپوښ سره ورغول شوه.

په یاد لوبغالي کې د لېول کارۍ ترڅنګ، په عصري ډول د خبري کنفرانس خونې او چیرمېن بکس جوړول شامل دي.

د رغونې او بیارغونې په دې لړۍ کې د کندوز ولایت کرېکټ لوبغالی هم شامل دی څو د غازي امان الله خان جام سیالۍ پکې ترسره شي.

په یاد لوبغالي کې د ډګ اوټ (لوبغاړو ناستځای)، کمنټري بکس، د موټرونو تمځای، د برېښنا او اوبو سیستم رغول او د پخواني پویلین تعمیر د بیارغونې چارې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به په بشپړ ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.