ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جاپان سفیر د لوړو زده کړو له وزیر سره په لیدنه کې؛ په ټول افغانستان کې امنیت د ډاډ وړ دی

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره لیدنه کړې.

په یاده لیدنه کې د جاپان سفیر د لوړو زده کړو وزیر ته په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ويلي يي دي؛ کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو ته مو سفرونه کړي او د افغانستان نورو ولایتونو ته هم د سفرونو پلان لرو.

نوموړي زیاته کړې، اوسمهال په ټول افغانستان کې امنیت د ډاډ وړ دی او دا امن د افغانانو د زړه هیله وه.

دغه راز د جاپان سفیر د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې ته په اشارې سره ویلي؛ موږ به نړۍ له افغانستان سره تعامل ته وهڅوو او زیاته کړې یې ده، جاپان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی، د افغانانو په داخلي چارو کې مداخله نه کوي، دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو ته یې درناوی لري.

تاکویوشي کورمایا ویلي؛ په بېلا بېلو ولایتونو کې مو د واکسین، مخدره توکو پر ضد مبارزې او طبيعي پېښو زیانمنو سره مرستې کړي او له افغانستان سره نورو مرستو ته ژمن یو.

شیخ نداء محمد ندیم د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په افغانستان کې د جاپان له مرستو مننه کړې.

نوموړي د دوحې درېیمه ناسته مهمه بللې او ویلي يي دي؛ افغانستان له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او دغه تعامل هغه وخت ممکن دی چې د اسلامي امارت استازي په سترو نړیوالو کنفرانسونو او ناستو کې ګډون وکړي او نړۍ ته د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړي.

د لوړو زده کړو وزیر بېلا بېلو ولایتونو ته د جاپان د سفیر سفرونو په اړه ويلي،تاسو د سفرونو پر مهال کولی شئ د افغانستان له پوهنتونونو هم لیدنه وکړئ او په پوهنتونونو کې مثبت بدلون له نیږدې وګورئ.