ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د سوداګریزو فعالیتونو هرکلی کوي او ورته اړینې اسانتیاوې برابروي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کندوز د سپين زر امارتي شرکت ریيس عبدالحفيظ فرياد په ملتیا د اوزبیکستان له يو شمېر سوداګرو او پانګه والو سره لیدنه.

د لیدنې په پیل کې سوداګرو افغانستان ته د اوزبیکستان د سوداګرو او پانګه والو د پلاوي سفر په اړه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی د اسلامي امارت په حاکميت کې د بشپړ امنيت له امله په بېلا بېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې زمينې برابرېدو ته اشاره کړې او ویلي يي دي، همدې موضوع په دې هېواد کې سوداګر او پانګه وال کار او فعاليت ته هڅولي دي.

یادو سوداګرو زیاته کړې؛ اوزبیکستاني سوداګر او پانګه وال لېوالتيا لري چې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې د انرژۍ، نساجي، د تېلو او کانونو ایستنې او د توليدي کارخونو او زېربناوو جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي او په دوام يې له اسلامي امارت څخه په پورته برخو کې د همکاريو غوښتنه کړې.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د اوزبیکستان سوداګرو او پانګه والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د هغوی د سوداګريزو فعاليتونو ستاينه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره په ټولو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د اړيکو پراختيا غوښتونکی دی او د بېلا بېلو هېوادونو په ځانګړي ډول د ګاونډيو هېوادونو له سوداګرو او پانګه والو څخه غواړي، چې د افغانستان په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د پانګه والو او بهرنيو شرکتونو د ټولو سوداګريزو فعاليتونو هرکلی کوي او هغوی ته هر ډول اړینې اسانتياوې برابروي.