ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوزبیکستاني پانګوال د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې؛ افغانستان د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر اوزبیکستاني پانګوالو سره لیدنه کړې.

د دغه لیدنې پر مهال اوزبیکستاني پانګوالو په افغانستان کې د ډبرو سکرو د ایستنې او پروسس، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید، د نفتو د معیاري چاڼ‌خونې جوړولو، د سیمنټو د تولید کارخونو جوړولو، د مالګې کانونو د ایستنې او معیاري پخې مالګې د تولید، د معیاري نساجي کارخونې رامنځته کولو او همدا راز د برېښنایي حکومتولۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

همدارنګه اوزبیکستاني پانګوالو زیاته کړې، چې افغانستان د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی له بشپړ چمتووالي سره راغلي څو په یادو برخو کې پانګونه ترسره او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.

ورپسې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په افغانستان کې په بېلا بېلو سکټورونو کې پانګونې ته د اوزبیکستاني پانګوالو له لېوالتیا څخه مننه کړې او دوی ته یې ډاډ ورکړی، چې وزارتونه او ادارې به په خپلو اړوندو برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.