ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

علما او قومي مشران د مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ افغانستان کې د اسلامي نظام ټینګښت د ټولو افغانانو هیله وه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۱مه نېټه په سپېدار ماڼۍ کې د بېلابېلو ولایتونو له علماوو، قومي مشرانو، د خوست ولایت د صبریو له یو شمېر مجاهدینو  او د بېلابېلو ادارو له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قومي مشرانو او علماوو ويلي، په افغانستان کې د اسلامي نظام ټینګښت د ټولو افغانانو هیله وه، چې په همدې موخه ولسونو قربانۍ ورکړې.

 علماوو او قومي مشرانو په هېواد کې د عمومي عفوې ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، اوس په هېواد کې ټول افغانان باعزته ژوند لري.

علماوو ویلي، په ټول هېواد کې امنيت په بشپړ ډول ټینګ شوی دی او ټول خلک په ډاډه زړه له یوې سیمې څخه بل سیمې ته سفر کوي.

مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې ویلي، له عمومي عفوې وروسته هیچاته کوم ستونزه نه شته او هر افغان په ازادانه توګه په خپل هېواد کې د اوسېدلو حق لري.

 نوموړي زیاته کړې، د افغانانو مبارزه د اسلامي نظام لپاره وه او نن الحمدالله چې اسلامي نظام قایم شوی دی.

سیاسي مرستیال د اشغال په خلاف د ټولو افغانانو مبارزه او سرښندنې ستایلي او په وینا یې؛ اوس د هېواد د ابادۍ وخت دی او پکاره ده، چې ټول د هېواد د ابادۍ او رغونې لپاره لاسونه ورکړي.