ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دوحه۳ ناسته؛ ګڼ هېوادونه د اسلامي امارت سره د تعامل دوام او پراختیا اراده لري

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ دوحه۳ ناسته کې د ګڼو هېوادونو د استازو څرګندونو کې د پام وړ مثبت ټکي تر سترګو شول، چې ښيي د افغانستان اسلامي امارت سره د تعامل د دوام او پراختیا اراده څرګندوي.

 د روسيې استازي ضمیر کابلوف وویل، د افغانستان بانک کنګل شوې زېرمې باید ازادې شي.

 د چین استازي د اسلامي امارت د سوداګرۍ وزارت او د افغانستان بانک راپورونه ډیر مسلکي او د ستاینې وړ وبلل.

 د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ وویل، هېوادونو له افغانستان سره په درې کلونو کې میلیاردونه ډالر مرستې کړي.

 نوموړی زیاتوي، له اسیايي او نړیوال بانک یې غوښتې چې کابل ته راشي او له بشري مرستو ورهاخوا سوداګریز او اقتصادي کارونه وکړي.

 د امریکا ځانګړي استازي د امنیت، د فساد مخنیوي او شفافیت برخو کې افغان حکومت کامیاب وباله.

 د بریتانیې استازي د افغان پلاوي له وضاحت مننه وکړه او زیاته یې کړه چې کار کوي له افغانستان سره د تحریمونو په لری کولو کې کومک وکړي.

 ایټالیې وویل، غواړي مخامخ له افغان سوداګرۍ وزارت سره له نیږدې کار وکړي او زیاته یې کړه، چې په دې ناسته کې د امارت د ګډون ملاتړ کوي او هغه د اقتصادي ملاتړ لپاره مهم بولي.

د قرغزستان استازي د امارت له ګډون ډیره خوښي وښوده او د اسلامي امارت څخه یې ملاتړ وکړ، همداراز قرغزستان له هېوادونو وغوښتل چې افغانستان ته په لوړه کچه سفرونه وشی او دوی همدا کار تر لاس لاندې نیولی.

 قرغزستان وایي د هېوادونو دودونه، رواجونه او داخلي موضوعات باید هغوی ته پریښودل شي.

 قطر ډیر ملاتړ وکړ او داسې ناستې یې مهمې وبللې.

 د ایران استازي کاظمي قُمي وویل، دا حقیقت دی چې د افغانستان د مشکلاتو د حل یوازنی حل اقتصادي قوت دی.

 کاظمي قُمي وویل، له نیکمرغه چې د افغانستان اوسنی حکومت خپل سیاست اقتصاد محوره ګرځولی چې ښه ګام دی.

 نوموړي زیاته کړه، ایران سره له دې چې پخپله په تحریم کې دی، له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې لکه بریښنا، چابهار، افغانانو ته د تحصیلي فرصتونو چمتو کول او لکونو افغانانو ته په ایران کې د کار زمینه برابره کړې او خپل عواید افغانستان ته انتقالوي.

د پاکستان استازي اصف دُراني افغان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، موږ په اقتصادي لحاظ له افغانستان سره ولاړ یو.

 نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې د سترو پروژو ملاتړ کوو او افغانانو ته مو د تحصیلي زمینو چمتو کولو کې مرسته کړې.

 د پاکستان استازي وویل، افغانستان سره باید د مرستو ملاتړ وشي او دا کار د امنیت د دوام او ګواښونو د له منځه وړلو په برخه کې مؤثر دي.