ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د کندوز ولایت په ملي کرېکټ لوبغالي کې د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د کورني کرېکټ څانګې له کلني پلان سره سم اووم پړاو غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ پیلېږي.

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۰مه نېټه پیل شي، چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به د کندوز ولایت په ملي کرېکټ لوبغالي کې روانې وي.

په یادو سیالیو کې څلور بېلابېلې لوبډلې، ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز، ګډون لري چې په لومړۍ لوبه کې به یې د میوند اتلان لوبډله د جولای میاشتې په ۱۰مه نېټه د پامیر لیجېنډز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې ګډون کوونکې له یو بل سره دوه ځلې مخامخ شي، هره لوبډله به شپږ لوبې ترسره کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د جولای میاشتې په ۲۵مه نېټه کېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي. 

په ۷م پړاو غازي امان الله خان جام سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرېکټ ګڼ شمېر نوموتي او د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي ولوبېږي.

دغه راز ځوانو لوبغاړو ته د لا زیاتو غوره لوبیزو فرصتونو برابرولو په موخه د ۱۹ کلنې کم عمره ملي لوبډلې یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم په یادو لوبډلو کې ځای ورکول کېږي، چې د خپلو ملي لوبغاړو ترڅنګ به په دغو سیالیو کې ولوبېږي.

غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالۍ د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ په جوړښت کې له خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې له پلان سره سم به له یادو سیالیو وروسته په راتلونکې اګسټ میاشت کې نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیک او د روان کال په سپټمبر میاشت کې به اووم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس کرېکټ سیالۍ ترسره شي.

هېره دې نه وي، چې یادې سیالۍ د به د ملي سپورټ ټلویزیون له لارې په ژوندۍ او قانوني بڼه نشر شي.