د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د ملي راډیو تلویزیون اړوند شریعت غږ راډیو پرانیسته کړې.
ښاغلي احمدي د پکتیا ملي راډيو تلویزیون امریت څخه د لیدنې پر مهال ژمنه کړې، چې نږدې راتلونکې کې به د یاد ولایت په زرمت او څمکنیو ولسوالیو کې د دوو نورو راډیو ګانو پرانیسته هم وکړي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ثواب جان اسلام یار د یادې راډیو د پرانیستلو په پار په جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې دغه راډیو به په ۹۳ “ایف.ایم” څپه ۱۷ ساعته خپرونې ولري چې د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق به د فکري رغونې په برخه کې پروګرامونه وړاندې کوي او د دې ولایت ګڼې سیمې به تر پوښښ لاندې راولي.