د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د د یوخصوصي شرکت له استازي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زېرمو په ځانګړي ډول د هېواد د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې کړي.
شیخ شهاب الدین دلاور ویلي، د امنیت پر ښه والي سره په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه برابر شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان د نفتو او ګازو مساحت شاوخوا دوه سوه زره کیلومټره مربع دی، چې ایستل او اکتشاف یې د کانونو او پټرولیم وزارت له لومړیتوبونو څخه دی، ترڅو د هېواد د ملي پانګوالو په همکارۍ و کولی شو له طبیعي او کاني زېرمو څخه د اقتصادي ودې او د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې ګټه پورته کړو او موږ هڅه کوو چې ملي او نړیوال پانګوال له دغو فرصتونو ګټه پورته کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر څرګنده کړې، د ملي او نړیوالو پانګوالو د هڅونې او جذب په موخه، قانوني همکارۍ او د اړینو اسانتیاوو رامنځته کولو ته چمتو یو.