ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلو ۵۵ فلسطیني زندانیان ازاد کړي

فلسطيني چارواكو ویلي، چې اسرائیلو تېره ورځ (دوشنبه، د چنګاښ ۱۱مه) د الشفا روغتون مدیر محمد ابو سلمیه په ګډون ۵۵ فلسطیني زندانیان ازاد کړي.

ښاغلي ابو سلمیه له زندانه تر ازادېدو وروسته ویلي، چې فلسطیني زندانیان د اسرائیلو له لوري په بې‌رحمۍ په روحي او جسمي ډول شکنجه او ځورول کېږي او څو کسان یې د پلټنو پر مهال شهیدان کړي هم دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسرائیلو زندانونه د غزې له بندیانو ډک دي او هره ورځ شکنجه کېږي.

ابو سلمیه د تېر کال په نومبر میاشت کې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري په الشفا روغتون له برید وروسته نیول شوی و.

هم‌مهاله فلسطیني چارواکي وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د پرله‌پسې بریدونو له امله روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لا ستونزمن شوی دی.

د نړیوالو سازمانونو د اندېښنو او خبرداریو سره-سره پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو بریدونه لا هم دوام لري. تازه د خان یونس په ختیځه سیمه کې پر یوه کور د هوايي بریدو له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

د یادونې وړ ده، چې د تېر اکتوبر میاشتې پر ۷مه پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۳۷ زره او ۹۰۰ فلسطینیان شهیدان او ۸۰ زره او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.