ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تاشکند کې د افغانستان د محصلاتو او تولیداتو لپاره درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي؛ چې د دې وزارت وزیر نورالدين عزيزي په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوی نن سه شنبه د روان۱۴۰۳ کابل د چنګاښ ۱۲مه اوزبیکستان ته سفر کړی .

یاد وزارت زیاته کړې، په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولین او د اړوندو ادارو او خصوصي سکتور استازي شتون لري.

ټاکل شوې، چې ياد پلاوی به په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د درې ورځني نندارتون پرانیسته او د (تجارتي تواصل) په کنفرانس کې ګډون وکړي.

په ياد نندارتون کې به د افغانستان ۲۵۰ سوداګر او صنعت‌کاران خپل محصولات او توليدات لکه غالۍ، لاسي صنايع، او وچې ميوې نندارې ته وړاندې کړي.

د يادونې وړ ده، چې یاد نندارتون نن پرانیستل شو او تر درېيو ورځو به دوام وکړي.