د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د نورستان ولایت مرستیال والي په شتون کې لیدنه کړې.
دې لیدنه کې قومي مخورو او مشرانو ویلي، له څو لسیزو وروسته د ګوشتې ټولو سیمو ته د سیمه ییزې حکومتولۍ لمن غځېدلې او د ولسونو په همکارۍ سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی.
یادو قومي مشرانو د ولسونو اقتصادي، ښونیز او روغتیايي وضعیت ته په اشارې زیاته کړې، چې په سیمه کې د اقتصادي پياوړتیا او پراختیا لپاره باید بنسټيزې پروژې عملي شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، د لسیزو جګړو او یرغلونو له امله افغانستان او افغانان کړېدلي او زیانونه یې لیدلي دي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د اشغال له پای ته رسېدو او خپلواکۍ ګټلو وروسته اسلامي امارت د هېواد ابادي او اقتصادي پياوړتیا خپل لومړیتوب ګرځولی او د ګوشتې مخورو ته یې ډاډ ورکړی، چې د اقتصادي طرحو په پلي کولو سره به د بېکارۍ کچه راټيټه او اقتصادي توانمندي به زیاته شي.