هندي چارواکي وايي، چې پرون(سهشنبه، د چنګاښ په ۱۲مه) د اتراپردېش ایالت په هاتراس سیمه د هندوانو ستسنګ مذهبي مراسمو کې د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۱۶ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
ویل کېږي چې په وژل شویو کې زیات شمېر ښځې او ماشومان شامل دي او ګڼ نور جسدونه لا هم نه دي پېژندل شوي. ځینې کورنۍ په خپلو خپلوانو پسې ګرځي او د ډېری جسدونو بیا کورنۍ لا نه دي معلومې.
د راپورونو پر اساس؛ دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د مراسمو ګډونوالو په بېړه د عبادت ځای د پرېښودلو هڅه کوله.
هندي پولیس وايي، چې د پېښې د څېړلو لپاره په لوړه کچه کمېټه ګومارل شوې ده.
هند کې کله ناکله د ګڼې ګوڼې له امله ورته پېښې رامنځته کېږي، چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۳ کلونو په پېښو کې هم د ازدحام او ټېل ماټېل له امله څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي وو.