د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې يو روغتیاي مرکز جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو؛ دغه روغتون د ملګرو ملتونو په مالي همکارۍ جوړ او شاوخوا ١٢ زره کورنیو ته به روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.
د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو خدمتونو د رسولو رییس ډاکټر ذبیح الله عرض ویلي؛ یاد وزارت په پام کې لري، چې روان کال د هېواد په کچه د روغتيايي خدمتونو پراخولو په موخه یو زر او ۵۰۰ روغتونونه جوړ کړي، چې د يادو مراکزو د جوړولو سره سم به په زرګونه خلک د روغتيايي خدمتونو څخه برخمن شي.
دغه راز د بلخ عامې روغتیا مرستیال ریيس مير صدام ویلي، په دغه روغتون شاوخوا ٥٠ زره امريکايي ډالر لګول شوي، چې ټول لګښت يې د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق يا يونېسف له لوري ورکړل شوی.
نوموړي زیاته کړې، د دې روغتون په جوړېدو سره به هغو خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شي، چې له دې وړاندې ترې بې برخې وو.
د دې ترڅنګ د سیمې اوسېدونکو ویلي، له دې وړاندې یې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی محدود وو او دغه روغتون به يې د روغتیا برخه کې ګڼې ستونزې هوارې کړي.