د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د هېواد سویلي ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په دوام، نن له خپل ځانګړي پلاوي سره خوست ولایت ته لاړ.
په پيل کې د پوهنې وزیر د خوست ولايت له پوهنې ریيس، مسولينو او کارکوونکو سره لیدنه وکړه او په ټول هېواد کې يې د ماشومانو لپاره د برابرو ښوونيزو اسانتياوو د برابرولو، د ښوونیزو پلانونو، پروګرامونو او د پوهنیز کيفيت لوړولو په تړاو د تفصیلي خبرو ترڅنګ، له هغوى وغوښتل، ترڅو خپلې ورځنۍ چارې په پوره صداقت او اخلاص سره ترسره کړي.
مولوي حبیب الله اغا د پوهنې له مسولینو سره په ګډه، د یاد ولایت له “امداد العلوم” دارالعلوم، مرکزي دارالایتام او نمونوي عالي لېسې څخه لیدنه وکړه؛ د زده کوونکو درسي بهیر او د استادانو د درس ورکړې طریقې یې له نیږدې وڅارلې او د یادو بنسټونو له مسولینو، استادانو او زده کوونکو سره یې، د هغوی د درسي پروګرامونو، نظرونو او ستونزو په اړه بحثونه او خبرې وکړې.
په دغو ناستو کې نوموړي د پوهنې مسولینو ته د اغېزناکو او ګټورو مشورو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د دوی د ستونزو د هواري په برخه کې به لازمې هلې ځلې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال د خوست ولايت په “امداد العلوم”دارالعلوم کې، شاوخوا ۳۰۰۰ تنه طالب العلمان په زده کړو بوخت دي.