ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هغه واټونو نومونه چې په سلیقوي او قومي نسبتونو غوره شوي، پخوانیو او لرغونو نومونو ته اړول کیږي

د هېواد مقدس ځایونو، واټونو او څلور لارې د نومونې کمېسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشرې نن خپله دویمه ناسته وکړه.

د ناستې په پیل کې د هنر او کلتور مرستیال ‍د کمېسون غړو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کمېسیون غړي متوجه کړل، چې ورسپارل شوې چارې باید په زیات اخلاص ترسره او هېواد ملي ګټې په نظر کې ونیسي.

د کمېسیون په دویمه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د کابل ښار هغه واټونه چې نومونه یې بدلون مومي او یا تازه نومونه ورته غوره کیږي، نو د لیکدړو (لوحو) ډیزاین او ترتیب به د کابل ښاروالۍ جوړوي او د کمېسیون د غړو له خوا به نصب کیږي.

دغه راز یاده ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د کابل ښار د ده افغانانو (زیر زمیني) سیمه د د کلتور څلورلاره او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مخکنې څلور لاره به د کتاب په نومونو به ونومول شي او د کابل شیرپور سیمه کې د انقرې جادې لپاره نوی لوحه ترتیب شي. په ورته وخت کې د یو شمیر نورو هغو لارو او واټونو په اړه هم بحث وشو، چې نومونه یی په سلیقوي او قومي نسبتونو غوره شوي، هغه به هم خپلو پخوانیو او لرغونو نومونو ته اړول کیږي