ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د دوحې درېیمه ناسته یوه بریالۍ ناسته وه

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد کابل کې د یوې خبري ناستې پر‌مهال د دوحې درېیمه ناسته یوه بریالۍ ناسته بللې او ویلي یې دي، چې نږدې ټولو هېوادونو له افغانستان سره د خصوصي سکټور پیاوړتیا او نشه‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت پیغامونه د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره شریک شول.

دغه‌راز د خصوصي سکټور او نشه‌یي توکو سره د مبارزې برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او پرمختګونه واضح شول او په دواړو برخو کې د افغانانو ستونزې له نړیوالو سره شریکې شوې، چې اکثره یې د نړیوالو بندیزونو او محرومیتونو له امله رامنځته شوې دي.

د مولوي ذبیح‌الله مجاهد په وینا؛ د اسلامي امارت پلاوي له لوري د خصوصي سکټور د پرمختګونو او نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې مبارزې په اړه معلوماتو ګډونوال حیران کړل او فکر یې نه کاوه، چې اسلامي امارت به په دواړو برخو کې دومره لویې لاسته راوړنې ولري.

د دې تر څنګ دا ډیره مهمه وه چې اکثره حتی نږدې ټولو هېوادونو له افغانستان سره په دواړو ټاکل شویو موضوعاتو (د خصوصي سکټور پیاوړتیا او نشه‌يي توکو سره د مبارزې برخه) کې د همکارۍ ژمنه کړې او هغه یې د هېوادونو مکلفیت بللی دی.”

ښاغلي مجاهد ویلي؛ موږ نړۍ ته واضح کړه، ټول هغه موضوعات چې د افغانانو په ورځني ژوند پورې اړه لري له سیاسي هغو جلا کړي او د سیاسي فشار لپاره یې وسیله نه کړي.

د اسلامي امارت ویاند او د دوحې په درېيمه غونډه کې د پلاوي مشر زیاته کړې:

– د دوحې په غونډه کې موږ درک کړه، چې نړۍ په افغانستان کې پرمختګ درک کړی او مني یې.

– دا درک شوې چې هېوادونه باید د فاصلې پرځای له افغانستان سره نږدې شي.

– له ننګونو سره سره افغانستان په مختلفو برخو کې ښه پرمختګونه کړي او چاته منتظر ندی پاتی شوی.

– په سیمه‌ییزه کچه افغانستان ښه همکار هېوادونه لري او منزوي نه دی او د فشارونو او بندیزونو سیاستونه بې پایلې دي باید د رغنده تعامل لپاره لارې خلاصی شي.

د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه دوې ورځنۍ ناسته د جون په ۳۰مه پیل او د جولای په لومړۍ نېټه پای ته ورسېده.

د مولوي ذبیح‌الله مجاهد په مشري د اسلامي امارت پلاوي ګډون پکې کړی و.

دا غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شوې وه، چې د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او پینځو نړیوالو سازمانونو استازو حضور پکې درلود.