ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جاپان سفیر د بلخ له مرستیال والي سره په لیدنه کې؛ افغانستان کې د شته امنیت څخه په استفادې خپلو پروژو کې زیاتوالی راولو

د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس، د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرامونو رییس استیون رودریګز، د بلخ اقتصاد رییس مولوي عبدالشکور جواد، د پېښو په وړاندې د مبارزې رییس مولوي بشیر احمد بشراني، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس حافظ محمد موسی مبین، د کډوالو او بیرته راستنیدونکو رییس مولوي اسدالله وفا، د بلخ ولايت د بشري سرچينو او پراختيا ریيس مولوي بخت محمد مومنیار هم ګډون کړی وو.

د بلخ مرستیال والي په افغانستان کې د چاپان هېواد د یو شمېر پرمختيايي پروژو د پلي کېدو څخه مننه کړې او ويلي يي دي؛ اوسمهال په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی او کولی شي، چې په دې هېواد کې د پانګه اچونې ترڅنګ ښه همکاري وکړئ.

همدا شان نوموړي د پاکو ابو نشتوالي، د چګډمونو جوړولو ، د کرنې کلک ملاتړ، د امو سیند غاړې په اساسي بڼه بيارغونه، د لا زیاتو پرمختيايي او بڼسټیزو پروژو پلي کولو، د ساري ناروغیو د درملنې، د روغتیايي پرسونل پر ظرفیت لوړونې، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو، په جوړولو او د جاپان د مرستو او دوامدارې همغږۍ په تړاو خبرې کړې دي.

د جاپان سفیر د خپلو خبر پر مهال ویلي؛ دوي په هوډ لري، چې د روغتیا، سوداګرۍ او يو شمېر نورو برخو کې خپل فعاليتونه لاوغځوي.

تاکایوشي کورمایا زیاته کړې، زمونږ د سفر اصلي موخه د دې ولایت پر روانو حالاتو او پلي شویو پروژو څېړنه ده.

د نوموړي په وینا؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په دې هېواد کې بشپړ امنيت شتون لري او مونږ هم هڅه کوو چې خپلې زیاتي پروژې په دې هېواد کې پلي کړو.

همداراز په دې لیدنه کې د جاپان سفیر په روغتیايي برخه کې د ګډ کار او دوامداره همکاریو ژمنې ترڅنګ د لا زياتو همکاريو ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، نړۍ به له افغانستان سره تعامل ته وهڅوي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، هېواد یې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی، د افغانانو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو ته یې درناوی لري.