ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق الله عزیزي: د کابل سیند ساتنه د هېواد د ټولو وګړو ملي او تاریخي دنده ده

د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د کابل ښار د تاریخي ابداتو، عامه ساحو او پر چاپېریال د څارنې او ساتنې کمېټې د هنر او کلتور په معینیت کې نن خپله ۱۱مه ناسته ترسره کړه. 

په دغه ناسته کې د کابل سیند د پاکوالي او ښکلا پر لارو چارو خبرې وشوې او تصمیم ونیول شو، ترڅو له اړونده څانګو او مرستندویه موسساتو سره له نیږدې خبرې وشي.

مولوي عتیق الله عزیزي ویلي؛ کابل سیند د هېواد مهمه تاریخي ابده ده او د کابل ښار لرغونتوب د یوه تاریخي سند په توګه شالید لري، چې شاوخوا ورباندې د لرغوني کابل ښار ودانۍ ابادې شوي، نو ساتنه یې د هر هېوادوال ملي او تاریخي دنده ده.

نوموړي، له هغو پانګوالو څخه چې وخت ناوخت د کابل په سیند د تاسېساتو او پانګونې هڅې کوي غوښتي، چې د کابل سیند تاریخې حرمت او لرغونتیا ته په کتو بل ځای پانګونه وکړي او کابل سیند دې په خپل هویت اوتاریخ سره ارام پریږدي.

دغه‌راز د کمیټي په ناسته کې په ګڼو هغو موضوعاتو بحث وشو او اړین تصمیمونه ونیول شو، چې د کابل ښار د بیارغونې او رغنیزو چارو سره یې اړیکه درلوده.