ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک لوړ رتبه پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو ۲۲مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان بانک رییس هدایت الله بدري په مشرۍ پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ په ۲۲مه کلنۍ عمومي غونډه کې، چې د روان میلادي کال د جولای د میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه په جیبوتي هېواد کې جوړه شوې ګډون وکړ.

پدې غونډه کې چې د نورو اسلامي هېوادونو د ۲۶ مرکزي بانکونو رییسانو او استازو ګډون کړی وو، د بورډ د تېر کال د کړنو او د مالي مسایلو اړوند راپورونه د غړو هېوادونو لخوا تر بحث وروسته تصویب شول.

همدارنګه په یاده غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو پر بنسټ د اسلامي بانکوالۍ اړوندو معایرو، د مالي شرکتونو او بانکونو د ښه مدیریت، د ډيجیټلایزیشن اثر پر اسلامي بانکوالۍ او په نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج په اړه پر پلانونو او عملي اقداماتو بحث وشو.

همداراز په دې غونډه کې د یوې باثباته اقتصادي توسعې لپاره په مالي شمولیت، په اسلامي مالي نظام کې د وقف او زکات په ارزښت، په دې برخه کې د موسساتو په رامنځته کولو، د مالي  نظام د بريښنایي کېدو یا ډيجیټلایزیشن څخه په موثرې استفادې او د شغل او کار په رامنځته کولو کې د هغه پر اهمیت، د مالي تکنالوژۍ یا فینټېک په وړاندې د شته ګواښونو او پدې اړوند د شریعت له اصولو سره سم د مقرراتو په رامنځته کېدو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحثونه ترسره شول.

د یادونې وړ ده، چې له یادې غونډې وروسته د افغانستان بانک رییس د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ له رییس سره په ځانګړې لېدنه کې د افغانستان بانک د کنګل شوو زېرمو، د بانکي سکتور د اسلامي کېدو، ښونیزو پروګرامونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

باید وویل شي چې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ یوه نړیواله اسلامي موسسه ده، چې په هغه کې د افغانستان بانک، د نورو اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړېوالې مالي ادارې غړیتوب لري.