د هېواد د زیاتو سړو او سړو سیمو ولایتونو د مدارسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو د څلور نیم میاشتنیو ازموینو په تړاو د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د لایحې له مخې، ټاکل شوې ده، چې د هېواد په زیاتو سړو او سړو سیموولایتونو کې د مدارسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو څلور نيم مياشتنۍ آزموينې، په لاندې ډول پيل او پاى ته ورسېږي:
١- د سړو سیمو او ولايتونو د مدارسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو له لومړي څخه تر څوارلسم ټولګي پورې، د څلور نيم مياشتنيو آزموينو پيل، شنبې ورځ ۱۴۴۵/۱۲/۲۹ (٤/١٦ /١٤٠٣ لمریز) نېټې سره سمون خوري.
د همدغو آزموینو پای د ۱۴ /۱/ ۱۴۴۶ هـ ق، (۳۱/۴/۱۴۰۳لمریز) نېټې سره سمون لري.
۲- د یادو ولایتونو د اسلامي زده کړو بنسټونو د اوړي رخصتیو پیل، ۱۵/ ۱ /۱۴۴۶ هـ.ق (۱/۵/۱۴۰۳ لمریز) پیل، تر۱۴۴۶/۱/۲۵هـ.ق(۱۰/۵/۱۴۰۳لمریز) نېټې پورې.