ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عدلیې وزارت: د سردار محمد داوود خان ښارګوټی د اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس امارتي ثابت شو

د عدلیې وزارت ویلي؛ د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پغمان ولسوالۍ په قرابل کلي کې چې د سردار محمد داوودخان په نوم یادیږې، پر ۵۵۶ جریبه ځمکه باندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د دعوا په بررسۍ سره یاده شوې ټوله ځمکه امارتي تثبیت کړه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته یې وسپارله.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د یادې ساحې په بررسۍ سره، موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې لپاره اختصاصي محکمې ته استولې وه، چې یادې محکمې د موجودو سندونو، دلایلو او شواهدو په دقیق او هر اړخیزې بررسۍ سره، یاد شوی ټول ښارګوټی امارتي تثبیت کړ.

یاده شوې ځمکه بلندآبه او تپه‌زاره ده او د دغې قضیې مدعی علیه د محکمې په لړ کې داسې سندونه او مدارک وړاندې نه‌شو کړلی چې ثابته کړي دا ځمکه د افرادو شخصي ملکیت ده ځکه چې په وړاندې شویو ځینو سندونو کې جعل او تزویر ترسره شوی وو.

د دې پر وړاندې سندونه، املاکي دفترونه او د ځمکې د تصفیې سندونه د یادې ځمکې امارتي توب په ډاګه کوي، چې په همدې دلیل یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون ته وسپارل شوه.

د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې موخه رامنځته شوی دی.

دا کمېسیون مسولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې لري او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي استازی لري، چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.