ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا خیرالله خيرخواه: د روغتیا په برخه کې د افغان کادرونو روزنه اړینه ده

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خيرخواه په خپل کاري دفتر کې افغان پانګوال عبدالنافع او مسکو کې استوګن د جنوبي کوريا اوسيدونکي ډاکټر چوی ان ژون سره لیدنه کړې.

د ناستې په پیل کې د ډاکټر چوی ان ژون په روسيه، اندونیزیا، بلغاریا او قزاقستان کې د خپلو طبي فعاليتونو په اړه معلومات شريک کړي او په افغانستان کې يې د روغتیا په برخه کې د افغان کادرونو د روزنې او درملو د توليد په برخه کې د پانګونې تیاری ښودلی او د افغانستان کوريا په نوم د يو مرکز د جوړولو غوښتنه يې کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير د خپلو خبرو په ترڅ کې، د افغان کادرونو روزل مهم بللي او ویلي يي دي؛ یاده موضوع يوه مهمه نړيواله موضوع ده او دې برخه کې د پانګونې خبره به د اړوندو مقاماتو سره شریکه کړي.