ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل ښاروالۍ مسولین: روان کال کابل ښار کې ۱۶۹ بېلا بېلې پروژې پلي کوو

کابل ښاروالۍ مسولین وايي، په ۱۴۰۳ لمريز کال کې په پام کې لري، په پلازمنیه کابل کې د ۶،۴ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلا بېلې پروژې پلي کړي، چې ډېرې یې د سړک جوړونې دي.

بلخوا کابل میشتي هم د کابل ښاروالۍ له کړنو خوښ دي، چې د پلازمینې ګڼ هغه سړکونه  يې ورغول، چې نقشې يې ترتیب شوې وې، خو هېڅ حکومت يې د جوړیدو لپاره ګام نه واخیستی.

د کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو غوښتنه کړې، چې د پلي شوو پروژو په ساتنه کې له دوی سره همکاري وکړي او پرې نږدي، چې دغه ابادي ژر له منځه لاړه شي.

د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د کابل ښاروالۍ په پلازمینه کابل کې د ګڼو هغو سړکونو د جوړيدو چارې پیل کړې، چې د وخت زورواکو يې د جوړیدو مخه نیولې وه.