ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر ملا عبدالواسع: افغانستان کې بشپړ امنیت تامین شوی او د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې

د ریاست الوزار د دفتر رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمدیونس مهند په مشرۍ له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره لیدلي.
دې لیدنه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس او پانګوالو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزار د دفتر له رییس سره شریک کړي.
ښاغلي مهمند ویلي، چې بېلابېلو برخو کې یې هېوادوالو ته دکار زمینه برابره کړې او د سوداګرو ستونزې او غوښتنې یې پر وخت له مسولینو سره شریکې کړې دي.
د ریاست الوزار د دفتر رییس ډاکټر ملا عبدالواسع پانګوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ خوښ دي چې د افغانستان سوداګر او پانګوال وخت پر وخت خپلې ستونزې او مشورې له مسولینو سره شریکوي او مسولین یې په ټول توان سره د حل لپاره هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد کې بشپړ امنیت تامین او بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې. اوس د دې وخت را رسېدلی چې لاسونه سره ورکړو او د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې لپاره کار وکړو.
په پای کې ملا عبدالواسع راغلو سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او غوښتنې به یې د حل په موخه له اړوندو ارګانونو او د مشرتابه له عالي مقام سره شریکې کړي.