ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د اسلامي امارت مسولین د ټولنیزې هوساینې په رامنځته کولو کې بې درېغه هڅې کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوال مولوي صلاح الدین ایوبي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي صلاح الدین ایوبي د یاد ولایت په ځانګړې توګه د خواجه دوکوه ولسوالۍ د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، د اسلامي امارت سیمه ییز مسولین او مجاهدین د امنیت په ټینګښت او خلکو ته د خدماتو برابرولو کې تل کوښښ کوي او د هغوی د ستونزو په له منځه وړلو کې خپلې هڅې نه درېغوي.

د خواجه دوکوه ولسوال د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او بېلا بېلو برخو ته د پاملرنې په یادولو سره غوښتنه کړې، چې په دې ولسوالۍ کې د مدرسو، ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو، د اوبو د بندونو جوړولو او د پراختیایي پروژو پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې لیدنه کې خلکو ته د ښو خدماتو برابرولو په برخه کې د یاد ولایت په ځانګړي ډول د خواجه دوکوه ولسوالۍ د محلي مسولینو کړنې او زحمتونه ستایلي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، د امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې برابرول او په بېلا بېلو برخو کې د خلکو د ستونزو حلول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې هیڅ ډول هڅې نه درېغوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د شویو وړاندیزونو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به ورته تر خپل وسه رسېدنه وکړي.